د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د پنجشیر ولایت د دوی د ځواکونو په په بشپړ ډول محاصره کړی دی، خو دوی هڅه کوي چې ستونزه د خبرو له لارې حل شي.
پنجشیر د افغانستان يوازینی ولایت دی چې طالبان ورباندې تسلط نه لري. ويل کیږي چې د تير حکومت یو شمیر چارواکي هم په دغه ولایت کې اوسیږي. په وروستیو ورځو کې داسې رپوټونه ورکړل شول چې په پنجشیر کې د طالبانو د مخالفانو له خوا د مقاومت جبهه اعلان شوې.
د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په یوه ويډیو کې چې پر خپلې فیسبوک پاڼې يې خپره کړې، ويلي دي چې «طالبان باید ټول شموله حکومت جوړ کړي، پرته له هغې زموږ مقاومت ادامه لري.
دبغلان بنو، پل حصار او ده صلاح ولسوالۍ په بشپړه توګه له شریر دښمن څخه تصفیه شوې.
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) August 23, 2021
مجاهدین دتخار، بدخشان او اندراب له استقامتونو څخه دپنجشیر په دروازو کې ځای په ځای شوي.
دسالنګ لاره خلاصه ده اودښمن په پنجشیر کې ترمحاصره لاندې دی.
اسلامي امارت هڅه کوي، چې ستونزه دخبرو له لارې حل شي.
د جمعې په ورځ د محمد اشرف غني د حکومت د دفاع وزیر بسم الله محمدي ادعا وکړه چې په بغلان ولایت کې ولسي پاڅون کوونکو درې ولسوالۍ، بنو، پل حصار او ده صلاح له طالبانو بیرته نیولي دي. خو مجاهد په خپل ننۍ ټويټ کې ويلي دي چې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه له «دښمن څخه تصفيه شوې.»
هغه زیاته کړې ده چې «دښمن په پنجشیر کې محاصره دی،» خو دوی هڅه کوي تر څو ستونزه د خبرو له لارې حل شي.