لیکنې

شپېته روپۍ

یوه پایڅه یې پورته یوه کښته، سوربخونې څپلۍ یې له ډېر زړوالي تورې اوښتې وې، ډېر ستړی وو خو پر څېره یې خفګان نه ښکارېده، په لاسي رېړۍ کې یې د اوړو پینځوس کیلویي ګونۍ اخیستې وه او تېز د بازار د سر په کوڅه وګرځېد، لږ مخته چې یوې بلې لویې کوڅې ته ور ننوت د ټولګي همځولی یې په مخه ورغلی:
– ډېر ناوخته دی کور ته نه ځې؟
د ده پر خولېجن مخ د ستړیا موسکا خپره وه:
– بس دا اخېري پېره مې پيدا کړې ده شپېته روپۍ راکوي بيا کور ته درځم
وروستۍ پېره یې ټاکلي کور ته وروړه، خو له هغه کوره را ونه ووت.
ده چې د اوړو ګونۍ د کور د کوټې په یوه تیاره کونج کې پر وړه څلورکونجه چوتره کښېښووله، د کور ببرسری او ببرږیری خاوند تر شا ورته ودرېد:
– راځه زویه ستړی یې یو څه ساه سمه کړه
دده ږغ ډارېدلی او پوړېدلی غوندې وو:
– یه ….یه…کاکو خپل حق راکه ستړیا مې خپله….
ده لا خبره نه وه ختمه کړې چې هغه یې پر خوله لاس ور کښېښوو او په زور یې په غېږ کې بلې کوټې ته یووړ، څه شېبه وروسته هلک بېسده پروت وو.
په کور کې یې د مور انتظار اوږد شو، انتظار په ناارامۍ او ژړا بدل شو، په دوولس کلن رېړۍ چلوونکي پسې په شپه شپه پلټنه پیل شوه، خو ونه موندل شو، یوه دوه درې څلور ورځې وروسته وموندل شو:
– راسئ راسئ کوز په کنده کې تر بوټي لاندې سوې پښه ښکاري
ټولو ورته را منډې کړې، په ونه جګ او چاغ ځوان ور مخکې شو، کندې ته ور کوز شو او په رېږدېدلي لاس یې بوټي لرې کړل، ټولو په یوه خوله وویل:
– آه ظالمه کور دې خراب سه
د دوولس کلن رېړۍ چلوونکي مړی وموندل شو، نور چا نه پېژانده، پلار یې را مخته شو، لوګي وهلی پټکی یې په غاړه کې پروت وو، ږیره یې نېستۍ په پینځوس کلنۍ کې سپینه کړې وه، د کندې په یوه کونج کې د کمیس یوه ټوټه پرته وه، ور پورته یې کړه، د مخ جېب ور پورې وو، ویې پېژانده چې د زوی کمیس یې دی، جېب یو څه پړسېدلی ښکارېده، لاس یې ور واچاوه، سره چرموړلې پیسې یې ځنې را و ایستې، شپېته روپۍ وې.
بارکوال میاخېل