سپتمبر 3 (ځواک نیوز) – د رویټرز خبري اژانس له مخې د طا لبانو شریک بنسټګر ملا عبدالغني برادر به په افغانستان کې د نوي حکومت مشر وټاکل شي،د طا لبانو ځانګړو سرچینو ویلي، لکه څنګه چې د اسلامي امارت ځواکونو شل کلنه جګړه وګټله؛ اوس ددې وخت دي چي دوي خپل مشرتابه وټاکې او د نوي حکومت په جوړولو بوخت دي.
د سرچينو په وینا دلته ځينې مهم شخصیتونه شتون لري چي، ګواکې دوي به په مهم پوستونو کار وکړي. که څه هم دا خبر د دوي لخوا په رسمي توګه علان شوی ندی، خو داسې ښکارې چي یاد چاره به وشي.
هبت الله اخندزاده
د طا لبانو یوې سرچینې وویلي، چي د طا لبانو لوړپوړی مشر ملا هیب الله اخندزاده اوس مهال خپلو لارویانو ته په اسلامي چوکاټ برابر د حکومت په جوړولو سلا مشوارو او لارښونو بوخت دی. اخوندزاده، تر یوې کچې حقوقي عالم هم دی نومړی د مخکیني مشر ملا اختر منصور ورور دی.
عبدالغني برادر
برادر یو وخت د طالبانو د اصلي مشر ملا محمد عمر نږدې ملګری و، چا چې ورته خپل نوم “برادر” یا “ورور” لقب وړکړ. کله چې په وروستي ځل طالبان په افغانستان واکمن و، نومړي د دفاع د مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کوله.
نومړی په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې ونیول شو او زنداني شو. په ۲۰۱۸ کې له خوشې کیدو وروسته، هغه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشري وکړه، چې له متحده ایالاتو سره د سولې په خبرو کې یو له مهمو شخصیتونو څخه شو.
شیر محمد عباس ستانکزی
نومړی په دوحه کې د عبدلغني برادر مرستیال و، دی په هندوستان کې له نظامي زده کړو په کال ۱۹۸۲ کې فارغ شوی
و. د ټولګیوالو په خبره، دی له هغه وخت اسلام فطرته معلوميده.
ملا محمد یعقوب
نومړی د د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا عمر زوی دی، په ۲۰۱۵ کې د خپل پلار له مړینې وروسته ځاي ناستي پر سر د نورو سره خلاف شو، او هغه د شورا له غونډې ووت چې ملا اختر منصور یې د مشر په توګه وټاکه، خو بالاخره پخلا شو او د منصور له مړینه وروسته د اخندزاده مرستیال وټاکل شو.