فلسطین کې اسرائیل تر اشغال لاندې سیمه کې د کنیسې چت د نسکویدلو له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
په لویدیځه تراړه کې د اسرائیل تر اشغال لاندې په یوې کنیسې یا ( سیناګوګ ) کې د یهودیانو د دیني مراسمو پر مهال د چت د رالویدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د فلسطین په لویدیځې تراړه کې د اسرائیل تر اشغال لاندې د ګیوات زي یف سیمه کې چیرته چې یهودي ښار ګوټو موقعیت لري په یو کنیسې یا سیناګوګ کې د دیني مراسمو پر مهال د چت د نړېدو له امله ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د ویل کیږي پدې پيښه کې څو تنه مړه او له ۵۰ تنو زیات ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه د لسو تنو ډیرو روغتیايي حالت باریکه دی. د مړو شمیره کیدای شي چې لوړ شي.
ځايي رسنیو ویلي دي چې پدې مراسمو کې تر ۶۰۰ تنو ډیرو کسانو ګډون کړی وو. د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته په لسګونو امبولانسونه د پيښې خای ته واستول شول. ټپیان د لویدیځې تراړې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د ګیواټ زي یف د شورا رئیس خبري رسنیو ته ویلي دي چې په کنیسه کې د ځای اړوند د تهدید په اړه مو پولیسو ته خبر ورکړ خو پولیسو خپل مسئولیت ندی ادا کړی.
هغه ویلي دي چې د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.