تیره اوونۍ د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار یوه جامع جومات ته ورغلو، وروڼو راته وویل چې دغه جومات یوه مولوي صیب په خپل نوښت جوړ کړی دی، ډیر ښکلی او پراخه جومات ؤ، د میمنې ښار ډیر ښکلي او لوی جوماتونه درلودل، چې ټول یې خلکو په خپل لګښت جوړ کړي وو.
مولوي صیب د محصلینو په مینځ کې ناست ؤ، د قرآن کریم درس یې وړاندې کولو، مونږ هم تر سلام وروسته درس ته کیناستو، د درس په بهیر کې یې د ( فی سبیل الله ) په چوکاټ کې درې تنه یاد کړل، چې په هغو کې مجاهد، حاجی او طالب العلم شامل وو، چا ترې نه وپوښتل چې محصلین د فی سبیل الله په جمله کې شامل دي؟ مولوي صیب ځواب ورکړ: ( نه! تکنالوژي او بیالوژي په درد نه خوري! له بده مرغه دا محصلین هسې څلور کاله پدې شیانو ضایع کوي، هیڅ ثواب پکې نشته، ددې پرځای چې دیني زده کړې وکړي، نو د آخرت ګټه خو به یې وي).
محصلین د مولوي صیب ددې خبرو په اوریدو مایوسه ښکاریدل او په یقین چې د ډیرو په زړه کې به ګرځیدلي وي، چې باید پوهنځي پریږدي او وخت ضایع نه کړي.
ما له مولوي صیب نه د خبرو اجازه وغوښتله او هغه هم د یوه میلمه په توګه حق راکړ چې (اظهار ما فی الضمیر) وکړم، محصلین هم ماته متوجه شول.
ما وویل: قرآن کریم کې د انفال سورت په ۶۰ نمبر آیت کې مومنانو ته امر شوی دی، چې (د مقابلې لپاره داسې قوت تیار کړئ، چې ستاسې او د الله (جل جلاله) دښمن پرې وویروئ ) پدې آیت کې د آسونو له ذکر سره په ډاګه دا معلومیږي چې پر مومنانو د مادي قوت چمتوکولو امر شوی دی، خو نن سبا ګورو چې د مادي قوت کوم وسایل چې د اسلام له دښمنانو سره دي، کومه وسله چې له هغوی سره ده، کومې الوتکې چې له هغوی سره دي، کومه ټکنالوژي چې له هغوی سره ده، د هغې لسمه برخه هم له مسلمانانو سره نشته.
د اسلام مخالفین لوړ اقتصاد لري، د ادارې او منجمنت له تخنیک او پوهې نه برخمن دي، د زراعت په برخه کې، د کمپیوتر ساینس په برخه کې، د روغتیا او صحت په ډګر کې چې کومې لاس ته راوړنې او پرمختیاوې لري، هغوی چې د رسنیو او میډیا په برخه کې تر مونږ څومره وړاندې دي، هغوی چې د دې ټولو پرمختیاوو پرمټ د نړۍ پر سیاست واکمن دي، برعکس مسلمانان بیا نه یوازې دا چې پدې ټولو برخو کې وروسته پاتې دي، هغوی ته محتاج او اړ هم دي، آیا پدې کار سره مونږ د الله (جل جلاله) د یوه مهم حکم په تعمیل کې سستي نده کړې؟ د قوت په برخه کې د ځان په نه رسولو مونږ ټول ګناه کار نه یو؟ آیا دا ټول پر مونږ نه فرض کوي چې مونږ دې تر هغوی وړاندې شو؟ نو دا پرمختیاوې خو هغه مهال ممکنې دي چې زمونږ ځوانان د ضروري دیني پوهې ترڅنګ د عصري علومو، طب، انجنیري، زراعت، ساینس، اقتصاد او نورو کې زده کړې ولري، نو آیا په نتیجه کې دغه علوم لاس ته راوړل پر مسلمانانو فرض ندي؟ شرعي قاعده او اصل دی چې هغه څه هم واجب او فرض ګرځي چې له هغه پرته واجب او فرض نه ادا کیږي، نو ځکه خو د علماوو په اند د عصري علومو زده کړه هم فرض ده ترڅو مونږ د اسلام له مخالفو قوتونو نه د نړۍ په ادارې او واکمنۍ کې وړاندې شو.
که خبره د نیت وي، نو دا بیا درسته ده چې مسلمان باید د هر کار په ترسره کولو سره خپل هدف د الله (جل جلاله) رضا او د دین او بشریت خدمت وګرځوي، ان د شرعي علومو په لوستلو کې هم که نیت یوازې د پیسو ګټل وي، نو خبره ورانه ده.
له بده مرغه، زمونږ په وروسته پاتې کیدو او کمزورۍ کې د نورو لاملونو ترڅنګ له دین څخه زمونږ ناقص او نادرست فهم او برداشت هم اغیز هم لري، زمونږ علماء او پوهان باید دې قضیې ته توجه ولري، زمونږ د دیني خطاب او پیغام په اړه باید پاملرنه وشي، ډیر ځله ځینې وګړي او کړۍ چې د دین د خدمت لپاره په کار بوختې وي، د تعلیم او تدریس کار ته په ټیټه سترګه ګوري او په دې تصور وي، چې دا د دین کار ندی، د هغوی له نظره د دین کار په تبلیغ کې وتل دي، د هغوی له نظره د هغه ډاکتر کار چې په خپله معاینه خانه یا کتنځای کې د ناروغانو په درملنه بوخت دی او هدف یې هم د الله (جل جلاله) د بندګانو خدمت دی، هسې د وخت ضیاع او تاوان دی، د هغه معلم کار ورته د دین خدمت نه ښکاري چې د مسلمانانو اولادونه روزي، د هغه تاجر تجارت ورته عبادت نه ښکاري چې هغه د تجارت له لارې د مسلمانانو د اقتصاد په قوي کولو کې مهم رول لري، د هغه کروندګر کار ورته ثواب او عبادت نه ښکاري چې د زراعت له لارې د امت په اقتصادي پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري!؟
مونږ ډیر ځله د دې پرځای چې خلک کار ته وهڅوو او د امت د پرمختیا او قوت پر لارو چارو یې واچوو، برخلاف یې له موثرو میدانونو نه وباسو او په نتیجه کې د اقتصاد، سیاست، پوهې او قوت په ډګرونو کې په خپله دښمن ته ځانونه تړو، مونږ باید خپل بچیان وپوهوو چې د دیني زده کړو ترڅنګ باید د عصري علومو زده کړې ته هم پوره وخت ورکړي، ترڅو د ژوند په ټولو برخو کې پر ځان بسیا او د دښمن له احتیاج نه خلاص شو.
الله(ج) دې مونږ ته له دین نه سمه او درسته پوهه را کړي.
سرچینه:
عبدالفتاح جواد
واسع ویب