السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
مفتی صیب زموږ یو ملګری چی کور یې په وطن کې له کابله ۷۸ کیلومتره ليرې دی او ده دلته په کابل کې یوه کوټه نیولې ده او د جمعې په ورځ کورته ځي چې راشې نو مسافرانه لمونځ کوي، وایي ما د ۱۵ ورځو اقامه نه ده کړې، د ده لمونځ صحیح دی که څنګه ؟ د اطاق قرارداد یې د شپږو میاشتو کړی، د وظیفې قرارداد یې هم کړی، پوهنتون هم وايي.
جواب يې سره له حوالو راته ولېږئ ځکه له ده سره چې دلیل وایې نو حواله درنه غواړي.
مننه
الجواب:
د فقهي عبارتونو څخه معلومېږي چې په یوه ځای کې د اقامت لپاره ۱۵ ورځې تېرول شرط نه دې بلکې صرف د ۱۵ ورځو په نیت سره هم مسافر هلته مقیم ګرځېږي او ستاسو په سوال کې چې د وطاق قرارداد او د پوهنتون داخله یې هم کړی ده نو ګویا د ده نیت د ۶ میاشتو تېرولو شو او ۱۵ ورځې په ۶ میاشتو کې داخلې دي اګر که دلته د اقامت لپاره په یوه وار ۱۵ ورځې نه تېروي په دې توګه ده ته پوره لمونځ کول په کار دي خو بیا هم د اختلاف نه د بچ کېدو لپاره دې صرف یو وار ۱۵ ورځې تیری کړي بیا دې پوره لمونځ کوي. والدلیل علی ذلک المسافر اذا دخل مصرا و هو علی عزم انه متی حصل غرضه خرج لایصیر مقیما و ان مکث سنة الا اذا کان مقصودا یعلم انه لایحصل فی اقل من خمسة عشر یوما فانه یصیر مقیما و ان لم ینو الاقامة ( حلبي کبیر ص ۴۶۵ ) ترجمه: چې کله د مسافر مقصود داسې وي چې ۱۵ ورځو نه کمو ورځو کې نه حاصلېږي دا په خپله مقیم وګرځېده ولو که د اقامت نیت یې نه وي کړی.
والله اعلم وعلمه اتم واحکم.
واسع ویب