د دغو معلوماتو پر بنسټ د روان کال د اپرېل له ۱۵مې – چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکايي ځواکونو د وتو نېټه اعلان کړې ده – تراوسه د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ۲۲۶ پوځيان او ولسي وګړي وژل شوي دي.
د وژل شویو په ډله کې ۶۹ تنه ملکیان او ۱۵۷ تنه نور یې پوځيان دي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون رییس خان آغا رضايي وویل:«طالبانو چې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره ژمنه کړې وه، عمل ونه کړ. بلخوا فکر کوم چې له پوځي بریدونو سره کولای شي لاسته راوړنه ولري او ځينې ښارونه ونیسي.»
ټاکل شوې د شنبې په ورځ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر په رسمي توګه پېل شو، که څه هم په تېرو اونیو کې ددغه بهیر د نارسمي پلېدو خبر ورکړل شوی و.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي:«بهرني ځواکونه اوس چمتو شوي چې له افغانستانه ووځي؛ نو طالبان باید د مذاکرې مېز ته راشي او حکومت هم پر غیر عملي طرحو ټينګار ونه کړي.»
له دې ټولو سره سره طالبان چې د واشنګټن له لوري د بهرنیوځواکونو د وتلو اعلان شوې نېټه له امریکا سره د دې ډلې د موافقې نقض ګڼي وایي چې تر دې وروسته د هرې پرېکړې په کولو کې خلاص مټ لري او د دې ډلې د مشرتابه پرېکړې به عملي کېږي.
فیض محمد ځلاند د پوهنتون استاد څرګندوي:«تاوتریخوالی زیات شوی. زما باور دا دی که چېرې په راتلوونکو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اړیکې بدلون ونه کړي، د سولې مذاکرات به له ننګونو سره مخ شي.»
خو ظاهراً امریکا د افغانستان له جګړې تر دې کچې ستړې شوې ده چې د دغه هېواد ولسمشر کانګریس ته په خپلې تازه وینا کې کونړ د دوزخ د دروازې په توګه یاد کړی دی.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له حضور نه نږدې شل کاله تېرېږي او ددغه هېواد نوې ادارې پرېکړه کړې ده چې تر سپټمبر میاشتې پورې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.